ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دامریکا د خارجه وزیر مرستیالې ونډي شرمن د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي پروګرام د درولو لپاره د دغه هیواد دډیرو حکومتونو د سیاستونو په ناکامۍ اعتراف وکړ .
ونډي شرمن د امریکا فارن پالیسي نومې خپرونې سره په خصوصي مرکې کې ووئیل ، دغه هیواد دې نتیجې ته رسیدلی چې د ایران ایټمي پروګرام په اړه مشخصه شوې ده چې دوي په دباؤنو او بندیزونو سره سره ددغه پروګرام په درولو کې پاتې راغلی دي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو ټينګار کړی دی چې هیڅکله به هم د امریکا دباؤنو او ناجایزو غوښتنو ته تسلیم نشی .
د امریکا حکومت د صهیونیسټي رژیم د غوښتنو په چوکاټ کې د ایران د ایټمی توانمنیدا او له هرډول فعالیتونو سره په تیره د یورانیمو له پخولو سره مخالف دی ، په عین حال کې تهران ، د واشنګټن د زیاتره دباؤ نومې سیاست په وړاندې د زیاتره مقاومت سیاست غوره کړی او د امریکا له دومدارو دباؤنو سره سره ، هماغه شان دسوله ایزو ایټمی فعالیتونو دزمینې پشمول د خپلو حقوقو پر ساتلو ټينګار کوي او په دې دوران کې په کرتو خپلې وړتیاوې اوتوانمنۍ دنړیوالو نندارې ته هم وړاندې کړي دي .